په لوګر ولایت کې ۵۵ تنه روغو شویو روږدو کسانو ته حرفوي وسایل ووېشل شول 

rahyab
Mon, Dec 29 2025 3:27 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په دې ولایت کې د یو ملاتړ کوونکي پروګرام په ترڅ کې ۵۵ تنه روغو شویو روږدو کسانو ته حرفوي وسایل ووېشل. 

په دې پروګرام کې د امارتي ادارو او یادې مؤسسې یو شمېر مسؤلینو شتون درلود چې پکې ۲۵ تنه نارینه کسانو ته له مسلکي زده کړو وروسته د موټرسایکل جوړونې او لمریز سیستم وسایل او ۳۰ تنه ښځینه وو ته د حلالو عوایدو د پیدا کولو په موخه د خیاطۍ ماشینونه ووېشل شول. 

د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس د یادو توکو د وېشلو په لړۍ کې وویل، چې روږدو شویو روغو کسانو سره دا مرستې په ټولنه کې د ښه، آزاد ژوند او د ځان بساینې په موخه ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۸ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .