په فراه ولایت کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ د DRC ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم د یاد ولایت د فراه رود ولسوالۍ په ابخرمای سیمه کې د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې د توپ یوه ۱۲۲ میلي متره مرمۍ کشف او په خوندي ډول خنثی کړه.
دا ناچاوده توکي د تېرو جګړو پاتې شوني وو او د سیمې د اوسېدونکو لپاره خطر پېښ کړی و، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له خلکو وغوښتل چې د هر ډول ناچاوده توکو د لیدو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي څو د تلفاتو او خساراتو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره د ولایت په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو د موندلو او له منځه وړلو بهیر دوام لري.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
