له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا د ارزونې په اړه تخنیکي غونډه وکړه

rahyab
Tue, Dec 23 2025 3:24 PM
تصویر خبر

تېره ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تخنیکي ټیمونو د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا د ارزونې په اړه تخنیکي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازي د کډوالۍ نړیوال سازمان دوامداره همکارۍ وستایلې او په افغانستان کې یې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو په برخه کې د یاد سازمان رول مهم وباله، هغه د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د زیانمنو سیمو او د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په افغانستان کې له وچکالۍ سره مخ سیمې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او دا اداره په دې هڅه کې چې د وچکالۍ له امله زیانمنو ته د همکاره موسسو سره په همغږۍ رسېدنه وکړي.

ورته مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان استازې د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا په اړه د یاد سازمان له لوري ترسره شوې د درېیم پړاو ارزونې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا ارزونه وچکالۍ ځپلو ته د رسېدنې لپاره د اغېزمنو پالیسیو او پروګرامونو د طرحې لپاره بنسټیز رول لري. هغې وویل چې، چې IOM به په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو او راستنېدونکو کډوالو ته رسېدنې لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

په پای کې دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا او د تخنیکي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .