د چاریکار ښار د شپږمې ناحیې د خوړ سیمې له شګو او خټو څخه پاکې شوې 

rahyab
Tue, Dec 23 2025 2:46 PM
تصویر خبر

د سېلابي سیمو د پاکولو د پروګرام په دوام، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چاریکار ښار د شپږمې ناحیې هغه سیمې چې تر ګواښ لاندې او زیانمنونکې وې، له شګو او خټو څخه پاکې کړې. د دې پروژې د چارو څارنه د یاد ریاست د رئیس مولوي عبدالعلیم افضلي په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي وکړه.

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وايي، چې دا پروګرام به د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د کمېټې د غړو ریاستونو  په همکارۍ، چې درنې ماشینرۍ لري دوام ومومي. 

د مسؤلینو په وینا، د دې پروسې پلي کېدل د سېلابونو د ښه مدیریت، د هغوی له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي، او د ښاریانو د لا زیات خوندیتوب د رامنځته کولو لپاره یو اغېزمن ګام بلل کېږي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .