د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي ناسته ترسره شوه

rahyab
Thu, Dec 18 2025 12:29 PM
تصویر خبر

نن ورځ د پنج شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رها مؤسسې په کوربه توب د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي غونډه ترسره شوه، چې پکې د افغانستان د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو، ادارو او یو شمېر مؤسسو استازو شتون درلود.

د غونډې ګډونوالو په خپل وار سره د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه او د هغې لپاره د مناسبو حل لارو د پیدا کولو په اړه خپلې خبرې وکړې او همدارنګه د ناستې په لړ کې په افغانستان کې د شته طبیعي پېښو لکه وچکالۍ، زلزلې او سېلابونو یادونه هم وشوه او د هغې د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره هریو ګډونوال معلومات وړاندې کړل او په یاده برخه کې یې د بهرنیو مرستو نظم او ترتیب مهم وباله.

په پای کې، د یادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د بهرنیو بنسټونو د مرستو په پوره همغږۍ په پراختیایي پروژو لګولو، په اړوندو ادارو کې د مسلکي کسانو د ګمارلو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخې په اړه د پوره پاملرنې په اړه ټینګار وشو. 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .