د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Wed, Dec 17 2025 10:27 AM
تصویر خبر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AREA ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د یاد ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په سیاب چرم ګر کلي کې ۴ عدده د هوان مرمۍ ، ۶ عدده د توپ مرمۍ او ۳۵ عدده د داشکې مرمۍ کشف او په خوندي ډول له منځه یوړلې.

د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول ناچاوده او مشکوکو توکو د لیدو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو یې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره شي. 

د یادونې وړ ده، چې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره د ولایت په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو د موندلو او له منځه وړلو لپاره دا لړۍ دوام لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .