د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګبيون استنادي دیوال د جوړولو کار بشپر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

rahyab
Thu, Dec 11 2025 2:35 PM
news  image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په شيرو اوبو کاريز کلي کې د ۵۳ متره په اوږدوالي او ټولټال د يو ميليون او شپږ شپيته زره او درې سوه پنځه اتيا (۱,۰۶۶,۳۸۵) افغانیو په ارزښت د ګبيون استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

د دې پروژې کارونه د ارزګان غزني ساختماني او لوجستیکی شرکت له لوري ترسره شول او د پروژې په بشپړېدو سره د دې سيمې لپاره د سېلاب له خطره څخه خونديتوب رامنځته شوه.

د سیمې اوسېدونکو د پروژې د ګټې اخیستنې په پار خوښي وښوده او د هغوی د ځان او مال د خوندیتوب په برخه کې یې دا یو مهم ګام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .