د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د څلورو لویو ډبرو د وېجاړولو کار پیل شو

rahyab
Wed, Dec 10 2025 2:02 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل ښار د دریمې ناحیې څلورم ګذر په کارته سخي سیمه کې د بالا کوه تپې د سلام جومات تر څنګ په خوندي ډول د څلورو لویو ډبرو د وېجاړولو کار پیل کړ.

د ډبرو وېجاړولو کار له پېښو سره د مبارزی آمادګۍ رئیس، محترم مولوي نجیب الله انوري، د دې ادارې د انجنیر او د سیمې د مسؤلینو په شتون کې پیل شو. د دې ډبرو په وېجاړولو سره به  ۳۰۰ هستوګنیز کورونه، د څنګ مغزن لاره، د همدی سیمې د تګ راتګ فرعي لارې، د کارته سخي جومات او زیارت به د ډبرو د ښویېدو له خطر څخه خوندي پاتې شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .