د پېښو چارو د همغږۍ معین د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه 

rahyab
Tue, Dec 09 2025 11:39 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي سراج‌الدین سراجی او د مل پلاوي په ملتیا د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدام څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پېښو چارو د همغږۍ معین د ګدام بېلابېلې برخې لکه د خوراکي او غیــر خوراکي توکو زېرمتونونه، د بیړني حالت تجهیزات، د توکو د ساتنې طریقې، د زېرمتون د ثبت او مدیریت سیستم او د احتمالي پېښو پر وړاندې د ځواب وینې له څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د زېرمتون، د شته مرستو، د وروستي وېش بهیر او بېړنیو اړتیاوو په اړه مفصل او تازه راپور وړاندې کړ. هغوی همدارنګه د مرکزي ادارې له همکارۍ او د ولایتونو د ظرفیــت د پیاوړتیا په برخه کې د پام او ملاتړ څخه مننه وکړه.

د پېښو چارو د همغږۍ معین د سیمه ییزو مسؤلینو له هڅو قدرداني وکړه او ټينګار یې وکړ چې باید د زېرمتون دقیق او شفاف مدیریت، د توکو معیاري ساتنه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چټک غبرګون چمتووالی او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې شي. نوموړي اړوندو مسؤلینو ته د زېرمتونونو د پیاوړتیا او د بېړنیو حالاتو پر مهال په ښه توګه د رسېدنې په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .