د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ماله کلي کې د یو پل د دیوال د استحکام کار پیل کړ

rahyab
Tue, Dec 09 2025 10:47 AM
تصویر خبر

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ولایت مقام د ماله کلي د اوسېدونکو په همکارۍ، د یاد کلي د پیاده رو پل د دیوال چې د تېرو اوبو لوړېدو له امله زیانمن شوی و، د استحکام کار پیل کړ.

یاد دیوال ۱۰ متره اوږدوالی، ۱ متر پلنوالی او ۲ متره لوړوالی لري چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دی فعالیت د اسانتیا لپاره ۲۰ بکسه ګبیون برابر کړي دي، څو د تحکیم کارۍ چارې په اغېزمن ډول ترسره شي.

د دی اقدام ترڅنګ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیمې اوسېدونکو او هغو کسانو ته چې د کار په ترسره کولو کې مرسته کوي، د قدردانۍ په توګه د خوراکي توکو مرستې هم وېشي.

له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمیسیون تخنیکي پلاوي د راپور له مخې، د یاد دیوال استحکام به د نورو احتمالي وېجاړیو د مخنیوي تر څنګ، د پیاده رو لارې د خوندي تګ راتګ په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .