له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې ترمنځ د (۱,۶۲,۳۸۳) یو سل دوه شپیته زره، دري سوه او دري اتیا ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌ نامه لاسلیک سوه 

rahyab
Wed, Dec 03 2025 3:40 PM
news image

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې د اجرایوي رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل سره وکتل.

 محترم ترابي صاحب  په خپلو خبرو کي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي د ژمي په رارسیدو سره باید ټول مؤسیسات ژمنۍ مرستي ژر تر ژره تر خلګو ورسوي ترڅو زیانمني کورنۍ پر وخت د ژمني توکو څخه برخمني سي.

همد راز محترم ترابي صاحب یادونه وکړه که مرسته لږ وي یا ډیره خو باید اساسي وي او اړمنو کورنیو ته پر وخت ورسیږي.

 وروسته د بشري مرستو د همغږۍ مؤسیسې  اجرایوي رئیس انجینر عبدالبصیر حقمل  د محترم ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه چي وخت یی ورکړ او زیاته یی کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره همکاري کړي ده او موږ هم تل کوښښ کوو چي خلګو ته مرستي ورسوو. 

دیادوني وړ ده یاده تفاهم نامه چي لاسلیک سوه، له مخي به یې د پکتیکا ولایت په دیله او دایکندي ولایت په پاتو ولسوالیو کي (۷۰۰۰) کورنیو ته د د حفظ الصحي بستې ویشل، (۷۰۰۰) کورنیو ته د اوبو د پاکولو درمل ویشل او (۷۰۰۰) کورنیو ته د کولرا ناروغۍ په اړه عامه پوهاوۍ ورکول.

نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۲ هــ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Nov 26 2025 3:06 PM
Background image

An MoU worth a total of $190,106 was signed between ANDMA and the Kandahar Refugee Organization

Today, on Wednesday morning,  respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Mr. Bashir. . .

Wed, Nov 26 2025 2:45 PM
Background image

ANDMA and the World Vision International Organization signed an MoU Worth a Total of $1,271,000 for Joint Cooperation

Today, on Wednesday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met Mr. Abdul Wahab Arsh, Country Director of. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .