د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۰۱۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۰۱۶ کورنیو ته چې په بلخاب ولسوالۍ کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۱,۲۳۲ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۳ کیلو دال، نیم کیلو مالګه او ۷۸۴ نورو کورنیو هرې یوې ته په یو ځل د درې پړاوونو مرستې په توګه ۳ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۱۵ لیټره غوړي، ۱۸.۹ کیلو دال او یو نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه د مننې ترڅنګ د مرستو د دوام غوښتونکي شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
