د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د غرونو د ښوېېدو له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې نصب کړې

rahyab
Tue, Nov 25 2025 10:47 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل–جلال‌اباد پر لویه لاره د غرونو د ښوېېدو د خطر خبرداري لوحې په هغو سیمو کې ولګولې چې د دې پېښې له خطر سره مخ دي. 
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري خیرمحمد غازي، له یوه تخنیکي ټیم سره د قرغیو ولسوالۍ په درونته سیمه کې په هغو نقطو کې د خبرداري ورکولو لوحې ولګولې چې د غر ښوېېدو له خطر سره مخ دي.
د دې لوحو لګول د مسافرو سره مرسته کوي څو د خطرناکو سیمو له دقیق ځای څخه خبر شي او په دې ځایونو کې د نه درېدو په اړه هغوی ته خبرداری ورکوي. دا اقدام کولای شي د احتمالي تلفاتو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۰۴ ه ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .