د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې یو د الوتکې بمب کشف او په خوندي توګه منځه یوړل شول
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ نړیوالې مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د دې ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په صالحانو کلي کې، له تېرو جګړو څخه پاتې شوی یو د الوتکې بمب کشف او په خوندي توګه خنثی کړ.
یاد بمب د یو تن سیمه ییز اوسېدونکي لخوا د کروندې د کولو پرمهال لیدل شوی وو، چې د اړوندو مسؤلینو له خبراوي وروسته په خوندي توګه له منځه یوړل شو.
نيټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آماګۍ ملي اداره
