د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ مستحقو کورنیو ته د دوه یم پړاو نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې ۳۱۵ مستحقو کورنیو د دوه یم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۴۳۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او درې سوه او اویا زره او دوه سوه او پنځوس (۱,۳۷۰,۲۵۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
تاریخ: ۱۴۴۷/۰۵/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
