په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې 

rahyab
Tue, Nov 11 2025 3:26 PM
news image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو بنسټونو په همکارۍ، د یاد ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ۱۲۳ کورنیو هرې یوې ته، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۳ کیلو سوپر سریال، ۱.۵ کیلو پلمپي او ۱ کیلو مالګه ووېشله.
همدا راز، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ۱۸۳ کورنیو هرې یوې ته ۸,۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، ۶۰ باب خیمې او د بېړنۍ سرپناه ۱۲۳ کېټونه ووېشل. 
د افګاه موسسې ۲۹۸ کورنیو هرې یوې ته یو تخته ترپال او یوه تخته کمپله ووېشله.

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۰ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .