د کابل ښار د لسو ښوونځیو د استادانو لپاره د زلزلې له خطرونو څخه د خوندیتوب (شېک‌اوټ) تمرین ترسره شو

rahyab
Thu, Nov 06 2025 1:12 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) د شېک اوټ کمپاین (ShakeoOut) تر نامه لاندې د زلزلې له خطرونو څخه د خونديتوب تمرین د کابل ښار د لسو ښوونځیو د استادانو لپاره ترسره کړ.
د دې تمرین موخه د زلزلې د خطرونو پر وړاندې د استادانو او زده‌کوونکو د پوهاوي او چمتووالي کچې لوړول او هغوی ته د زلزلې له رامنځته کېدو څخه مخکې، د پېښې پر مهال او له هغه وروسته د خوندیتوب اړین تدابیر وروښودل و.
د پروګرام په ترڅ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازي، انجینر جلال‌الدین جمالی د ښوونځیو استادانو ته جامع پرېزنټېشن وړاندې کړ، څو ګډونوال وکولای شي د زده‌کوونکو ترمنځ د پوهاوي د لوړولو لپاره اړین معلومات او مهارتونه ترلاسه کړي.
افغانستان د خپل غرني جغرافیایي موقعیت او د طبیعي پېښو پر وړاندې د لوړې زیانمنتیا له امله، دغه ډول تمرینونو او پوهاوي لوړونکو پروګرامونو ته زیاته اړتیا لري، ترڅو د ټولنو د زیانمنتیا کچه راکمه شي.

نېټه:۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .