له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې (IRW) مؤسسې ترمنځ د یو سل او څلورنوي زره او اوه سوه او څلوراتیا (۱۹۴,۷۸۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه 

rahyab
Wed, Oct 29 2025 2:05 PM
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نور الدین ترابي د اسلامي هوساینې نړیوالې (IRW) مؤسسې له رئیس محترم محمد ذوالقرنین عباس او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د ژمي موسم په رارسېدو دی نو له همدې امله هیله لرو چې له اړمنو او مستحقو کورنیو سره پر وخت او شفاف ډول مرستې ترسره سي. 
وروسته د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې رئیس د خپلې تطبیقېدونکې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ددې ادارې له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه او همدارنګه یې د مرستو  پر وخت او شفاف ډول وېشلو ډاډ ورکړ.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د یو سل او څلورنوي زره  اوه سوه او څلوراتیا (۱۹۴،۷۸۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه، چې له مخې به یې د غور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې ۷۴۴ مستحقو او اړمنو کورنیو ته د ژمنیو توکو د رانیولو په موخه هرې کورنۍ ته ۱۳۹۵۰ افغانۍ نغدي پيسې ووېشل سي.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .