له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM له رئیسي سره وکتل

rahyab
Tue, Oct 28 2025 2:00 PM
news image

نن ورځ سې شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان  (IOM) د رئیسي میا پارک، د معلوماتو د تعقیب د پروګرام مسؤل  یاسین الهمداني، د خطر کمولو پروګرام مسؤل اشرف السحر، د بیړنیو مرستو د پروګرام مرسیتال فهیم صافي او د اړیکو د مسؤل محمد سلیم خالد سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه وړاندي د کډوالۍ نړیوال سازمان راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چي یاد سازمان تل زموږ سره په بشري او تخنیکي مرستو کي همکاري کړي ده او د یاد سازمان څخه یې وغوښتل چي ژمنۍ مرستي دي همدا اوس ژر تر ژره وویشي تر څو پر وخت اړمني کورني ځیني برخمني سي.
همداراز ترابي صاحب د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چي مؤسیسات دي په یوه ولایت کي مرستي نه ویشي بلکي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي دي ژمني او د اړتیا وړ مواد وویشي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان رئیسي اغلي میا پارک له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس څخه مننه وکړه چي موږ ته مو وخت راکړ او زیاته یې کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره همکاري کړې ده او ددې ادارې د لوی رئیس هڅي یې وستایلي چي ورستۍ زلزله ځپلو کورنیو ته ژر رسیدنه وکړه او مرستي یې ورورسولې.


نیټه: ۱۴۴۷/۵/۶ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .