د کابل ولایت په میر بچه‌کوټ ولسوالۍ کې د استنادي دیوال د جوړولو کار پیل شو

rahyab
Tue, Oct 28 2025 11:01 AM
تصویر خبر

د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو او مخنیوي په موخه یوه پروژه د کابل ولایت په میربچه‌کوت ولسوالۍ کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، الحاج مولوي نجیب الله انوري، د مرکزي ادارې استازو، د میربچه‌کوت ولسوال، علماوو، مشرانو او سیمه‌ییزو متنفذینو په شتون کې، د یادې ولسوالۍ په پستک کلي کې رسماً پیل شوه.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د پروژې د بنسټ ډبرې کېښودو پر مهال وویل، چې دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړې پاملرنې پر بنسټ عملي کېږي، تر څو د طبیعي پېښو له خطره ډکې سیمې خوندي کړل شي او په راتلونکي کې د سیلابونو خطرونو او نورو احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.
د پستک کلی له دې وړاندې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د انجنیري ټیم له لوري سروې او تثبیت شوی و.
په یاده پروژه کې د ۱۰۲ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال جوړول شامل دي، چې ټولټال د نه سوه اووه نوي زره او څلور سوه شپږ پنځوس (۹۹۷,۴۵۶) افغانیو په لګښت طرحه او پلي کېږي. د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي د طبیعي پېښو له خطرونو څخه تر ډېره حده خوندي پاتې شي.
د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل څخه تود هرکلی وکړ او د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره یې دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .