خبرداری!
د اعتبار موده: د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم ۵ څخه تر ۶ پورې (دو شنبه - سه شنبه)
د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو معتبرو سازمانونو د وړاندوینو له مخې، په پنجشیر, سرپل, بدخشان, لغمان, کونړ او نورستان ولایتونو کې د باران ورېدو، تالنده برېښنا, تېزو بادونو او سېلابونو د راتلو احتمال شتون لري.
په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۵ نه تر ۲۰ مليمتره پورې اټکل شوې ده.
همدارنګه په لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو رامنځته کېدو امکان شتون لري
له همدې امله، د یادو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي چې د سیندونو غاړو ته دې له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو لخوا د وړاندې شویو لارښوونو سره سم اړین تدابیر ونیسي او عمل دې پرې
وکړي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
