د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۰۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
 
              له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، ۱۵۰ کېلو اوړه، ۱۳.۶۵ کېلوغوړي، ۱۸.۷۵ کېلو دال او ۱.۵ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
