د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴,۹۳۰ کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Oct 22 2025 3:20 PM
تصویر خبر

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري د نړیوالو مرستو د موسسې (HIA) په مالي هکارۍ، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې ۱۴,۹۳۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې په اندخوی، پشتونکوټ، خواجه موسی، قیصار، چهل ګزي او خیبر ولسوالیو کې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
همدارنګه، په ګرزیوان، بندر و لولاش ولسوالیو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د اقتصاد ریاست او اړوندو ولسوالی د استازو په شتون کې مستحقو کورنیو ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .