د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماین‌پاکۍ له کارونو څخه لیدنه وکړه

rahyab
Wed, Oct 22 2025 3:12 PM
تصویر خبر

د لغمان ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګی رئیس، محترم قاري خیر محمد غازي په مشرۍ یو پلاوي په یاد ولایت کې د هیلو ټرسټ د ماین‌پاکۍ مؤسسې له کارونو څخه څارنه وکړه.
د هیلوټرسټ مؤسسې د لغمان ولایت مرکز مهترلام په ۲ جګړې ځپلو سیمو کې د ماینونو د پاکولو چارې او په ۲ نورو سیمو کې د خلکو لپاره د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرامونه پیل کړي دي. دا فعالیتونه له پیښو سره د مبارزې آمادګی ریاست په غوښتنې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست په همکارۍ ترسره کيږي، چې تر دا مهال، د لغمان ولايت مرکز مهترلام اړوند د شمټي کلي سرته په پنج پای سيمه کې تقريبا ۱۰,۰۰۰ متره مربع سیمه له ماينونو او ناچاوده توکو څخه پاکه شوې او د نورو سیمو د پاکولو چارې دوام لري.
له پیښو سره د مبارزې آمادګی ریاست د هیلو ټرسټ مؤسسې بشردوستانه هڅې وستایلې او د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکوي، تر څو د لغمان ولایت خلکو ته د ماینونو له خطرونو څخه خوندي چاپېریال برابر شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .