د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱,۲۷۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Oct 22 2025 3:00 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي د ټولنیزې او پراختیایي موسسې (RSDO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، له وچکالۍ څخه زیانمنو او له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو ۱,۲۷۵ کورنیو ته د دې ولایت په مقر او آب‌کمري ولسوالیو او مرکز قلعه‌نو کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسوولینو په شتون کې له سروې وروسته, د ژمنیو مرستو په توګه هرې کورنۍته د ۳۰۰ ډالرو معادل افغانۍ؛ په مقر ولسوالۍ کې ۳۷۵ کورنیو هرې یوې ته د خوراکي توکو برابرولو لپاره په لومړي پړاو کې د ۸۰ ډالرو معادل افغانۍ, د ولایت په مرکز قلعه‌نو کې په لومړي پړاو کې د خوراکي توکو برابرولو لپاره ۲۰۰ کورنیو هرې یوې ته د ۸۰ ډالرو معادل افغانۍ او همدارنګه په قلعه نو کې د ژمنیو مرستو په توګه ۴۰۰ کورنیو هرې یوې ته د ۲۰۰ ډالرو معادل افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې ټولټال ۱،۲۷۵ اړمنو کورنیو ته دوولس میلیونه او درې سوه شپږ شپېته زره او څلور سوه پنځه اویا (۱۲,۳۶۶,۴۷۵) افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۹ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .