د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د باران او سېلاب له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, Oct 21 2025 3:36 PM
تصویر خبر

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د PUMI موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په کوزکونړ، مهمندره، سرخرود ولسواليو او جلال آباد ښار که د بارانونو او سېلابونو له امله ۳۰ زیانمنې کورنۍ له سروې او ارزونې وروسته د غیرخوراکي او اړینو توکو د مرستو لپاره مستحقې وپېژندل شوې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لوري، هرې کورنۍ ته د کور جوړولو بسته، ۳ تختې کمپلې، یوه فامیلي بسته، ۲ پایه سولري سیستم، پلاستیکي فرش، لاسي جارو او د PUMI موسسې له لوري هرې کورنۍ ته لس لیټره ۲ بوشکې، شل لیټره ۲ بوشکې، ۵ کلچې د لاس منځلو صابون، ۱۰ عدده کلورین ټابلیټ، د ښځو لپاره ۶ ټوټې شپږ متره ټوکر او یو بکس ووېشل شول. همدارنګه، د له یادې جملې څخه ۱۵ کورنیو ته چې کورونه یې زیات ویجاړ شوي وو، د IOM له لوري یوه یوه خیمه هم ووېشل شوه.  
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو له امله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او همکاره سازمانونو څخه خوښي او قدرداني څرګنده کړه او د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .