د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۳۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو غنم، ۲۵ کیلو وریجې او ۱۲ کلچې صابون ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره