د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سنچارک ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې پیل کړې

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د دې ولایت د سنچارک ولسوالۍ په او قاف کلان کلي کې د یو استنادي دیوال د جوړولو چارې د ۱۳۰ متره اوږدوالي او ۲.۵ متره لوړوالي سره د درې میلونه او یو سل او نه اتیا زره او درې سوه او دوولس اعشاریه پنځه (3،189،312.5) افغانیو په لګښت سره پیل کړې.
د یاد استنادي دیوال د پرانستنې مراسمو کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس، د اقتصاد ریاست مسؤلینو، د کلیو او ښار جوړونې ریاست مسؤلینو او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسؤلینو شتون درلود، چې د جوړولو چارې یې د یو ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري په رسمي ډول سره پیل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د دې دیوال په جوړولو سره په د سیمې خلک د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه خوندي شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره