په لوګر ولایت کې یو شمېر ناچادوه توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلو ترسټ ماین پاکۍ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ، د دې ولایت مرکز کې یو شمېر چاودېدونکې توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.
د دې عملیاتو په پایله کې، ۱۵۰ ګرامه چاودېدونکي توکي، ۴ کاره اتش بازې پټاقۍ او ۴ متره فلته ثانیه سوز، چې د ځایي اوسېدونکو ژوند یې له احتمالي ګواښ سره مخ کړی وو کشف او خنثی کړل.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره