د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۷۶ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د HDDO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د نورستان ولاست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې ۶۷۶ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۸ لیټره غوړي، ۸ کیلو دال او دوه پاکټه مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسته کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه له هغوی سره د دوامداره مرستو د کولو په پار مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره