د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کلکان ولسوالۍ کې یو ګبیوني دېوال ګټې اخیستنې ته وسپاره

rahyab
Sat, Oct 04 2025 9:48 PM
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کلکان ولسوالۍ په قچي کلي کې د ۱۲۵ متره په اوږدوالي، ۲ متره پلنوالي او ۳ متره لوړوالي د یو ګبیوني دیوال د جوړولو کار بشپړ کړ او رسمآ یې پرانیست.
دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري د اته سوه او یو اتیا زره او پنځه سوه او لس (۸۸۱,۵۱۰) افغانیو په لګښت تمویل شوې او د قراردادي شرکت له خوا بشپړه شوې، چې د دې ګبیوني دیوال په ګټې اخیستو سره به د سیمې اوسېدونکي په راتلونکې کې د سیلابونو له خطر څخه خوندي وي.
د پرانېستې مراسم د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، الحاج مولوي نجیب‌الله انوري، د کلکان ولسوال مرستیال، د ملک‌صاحبانو، د سیمې سپینږیرو او ځوانانو په شتون کې ترسره شول.
د کلي اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړیدو خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ملي ادارې له مشرتابه، په ځانګړي توګه د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .