په هرات ولایت کې بېلا بېل ډول ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
Wed, Sep 10 2025 2:42 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون او د ماینونواو ناچاودو توکو په اړه د عامه پوهاوي ۲ نمبرټیم د یاد ولایت د شینډنډ ولسوالۍ شوراب کلي ته د ماینونو او ناچاودو توکو له منځه وړلو په موخه ولیږدوه.
د دې عملیاتو په پایله کې، د یاد ټېم له لوري بېلا بېل ډول ناچاوده توکي چی د سېمې اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی وو، کشف او په خوندي توګه انتقال او له منځه یوړل شول. 
سربیره پر دې، د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام هم  ترسره شو ترڅو په راتلونکي کې د ماینونو او نا چاوده توکو له امله د احتمالي پېښو مخنیوی وشي.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له خلکو وغوښتل چې د هر ډول چاودېدونکو یا مشکوکو توکو په لیدو سره دې ژر تر ژره د ماین پاکۍ د چټک ځواب ویونکي ټیم شمیرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰  سره اړیکه ونیسي ترڅو د خلکو د ځاني او مالي زیانونو څخه د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .