د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته هایجن کیټونه ووېشل

rahyab
Wed, Sep 10 2025 12:38 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډاکار موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند  په بېلا بېلو کلیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته هایجن کیټونه ووېشل.
د مرستو وېش د مسؤلینو په شتون کې ترسره شو چې هرې کورنۍ ته یو سټنډرډ هایجن کیټ او یو مصرفي هایجن کیټ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، چې په هایجن کېټ کې، ۱۷ کلچې د لاس مینځلو صابون، ۷ کلچې د جامو مینځلو صابون، یوه ۲۰ لیټره د اوبو بوشکه، دوه ۱۰ لیټره د اوبو بوشکې، ۱ عدد سطل، ۱ عدد تشت، ۱ لاستۍ جارو، ۱ عدد لاسي څراغ، ۱ تیکه کوټیکس، ۲ عدد د غاښونو کریم، ۷ عدد د غاښونو برسونه، ۱ عدد لوټه، ۱ عدد ناخنګیر شامل وو، او په مصرفي هایجن کیټ کې، ۳۳ کلچې د لاس مینځلو صابون، ۱۴ کلچې د جامو مینځلو صابون، ۲ عدده شامپو، ۲ عدده د غاښونو کریم، ۷ عدده د غاښونو برسونه، ۱ عدد کوټیکس شامل وو او یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول. 
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ډاکار موسسې څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې په خپل وخت یې دوی ته رسېدنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .