د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, Sep 09 2025 4:19 PM
تصویر خبر

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت د دره نور ولسوالۍ په وایګل، کشموند قلعه او صفر قلعه کلیو کې ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وویشلې. 
د مرستو وېش د مسوولینو په شتون کې ترسره شو, چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۷ کیلو بوره ،یو کیلو شین چای، ۲ کیلو خرما، یو باب خېمه او دوه تختې کمپلې ووېشل شوې.
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ, چې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره به د مرستو لړۍ دوام ولري.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .