د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې د ۸۷۳ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې له لوري نغدې مرستې ووېشل شوې

rahyab
Mon, Sep 08 2025 9:15 AM
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست ګډې کمېټې، د DRC مؤسسې، د ترکي IFAM مؤسسې، د اسعدآباد صرافۍ او د افغان سوداګرو په ملاتړ، د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل دره په بېلابېلو کلیو کې د ۸۷۳ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې, د تُرکۍ IFAM مؤسسې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ ډالر، د DRC مؤسسې له لوري ۴۴۵ کورنیو هرې یوې ته ۹۵۰۰ افغانۍ, د ننګرهار د تېلو ټانکونو ټولنې له لوري ۱۰۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۴۰۰۰ افغانۍ، د کابل د سوداګرو ټولنې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ، د قاري عبدالله، د جلال‌آباد سوداګر له لوري ۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ، د یو افغان سوداګر له لوري ۲۲ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰ افغانۍ، د اسعدآباد صرافۍ له لوري د ۱۳ شهیدانو هر یو ورثه ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ او د ۹ نورو شهیدانو کورنیو هرې یوې ته ۵۰۰۰ افغانۍ، د یو بل افغان سوداګر له لوري ۴۶ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د ګډې کمېټې د دوامدارو هڅو قدرداني وکړه او دغه مرستې یې اغېزمنې وبللې.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .