د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARR Japan مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې ٤١٨ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ٢٤,٥ کیلو وریجې، ٧ کیلو بوره، ٨ کیلو لوبیا، ١ کیلو شین چای، ١٠ لیټره غوړي او ١ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، محترم مولوي حمد الله بشیر له زیانمنو شویو کورنیو سره د نورو هر ډول مرستو د کولو ژمنه وکړه او په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوند مسؤلینو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د خیر دعا وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره