د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳١٥ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AKAH سازمان ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په ملاتړ، د دې ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې، سېلاب ځپلیو او اړمنو ۳١٥ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
دا لړۍ چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د اقتصاد ریاست او د ولسوالۍ د مسؤلینو په شتون کې تر سره شوه، هرې کورنۍ ته ۴,۳۵۰ افغانۍ نغدي افغانۍ ووېشل شوه، چې ټولټال یو میلیون، درې سوه اویا زره او دوه سوه او پنځوس (١،٣٧٠،٢٥٠) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې، چې د لمړي قسط په توګه مستحقو کورنیو ته ورکړل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره