د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۱ بېوزله کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۳۹۱ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵,۴۷۱ افغانۍ نغدي پیسې او یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه، چې ټولټال ۲,۱۳۹,۱۶۱ (دوه میلیونه او یو سل او نه دېرش زره او یو سل او یو شپېته) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره