د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۳۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۳۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۵۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم، یو هایجین کيټ او ۷۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره