د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۵ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

rahyab
Mon, Aug 18 2025 1:46 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابی په لارښوونه، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ، د کامدېش ولسوالۍ اړوند د بارانونو او سېلاب له امله د ۴ شهیدانو کورنیو او یو ټپي شوي کس ته نقدي مرسته وویشله.
د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، محترم مولوي سیف‌الله خالد، د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږۍ څرګنده کړه او دعا یې وکړه، هغه وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل ژمنتیا لري چې ټولو پېښځپلو ته رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې لړۍ کې د هر شهید کورنۍ ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او یو ټپي شوي کس ته ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۹۰,۰۰۰ افغانۍ د یادو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .