له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د هرات له والي سره وکتل

rahyab
Wed, Aug 06 2025 4:29 PM
تصویر خبر

نن ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هرات ولایت له والي شیخ الحدیث‌ مولوی نور احمد اسلام‌جار صاحب سره وکتل.
الحاج ملا نورالدین ترابي وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره ژمنه ده چي زیانمنو، بې‌ځایه شویو او اجباري راستنیدونکو کورنیو ته به معیاري، شفاف او باعزته خدمات وړاندې کوي او تل یې وړاندي کړي دي.
همد راز ترابي صاحب زیاته کړه چي په تورخم او پل ابریشم کي مو اجباري راستنېدونکو افغانانو ته میعاري پنډغالي جوړ کړي دي چي د بیلابیلو اسانتیاوو څخه برخمن دی او اوس ددې ادارې له لوري د هرات ولایت په اسلام قلعه کي هم د یو معیاري پنډ غالی کارونه بشپړسول.
د هرات ولایت والي ښاغلي شیخ الحدیث‌ مولوی نور احمد اسلام‌جار د  ترابي صاحب د راتګ څخه مننه وکړه او د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره یې د میعاري پنډغالي جوړولو هر کلی وکړ.
همد راز ښاغلي والي صاحب  د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، او ویې ویل چي د هرات ولایت  مقام چمتو دی چې د دې ادارې له هڅو سره اوږه په اوږه کار وکړي، ترڅو د خلکو ستونزې کمې سي او هغوی ته شفاف خدمتونه وړاندي سي.

نېټه: ۱۴۴۶/۲/۱۲ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .