د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۷۹ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په برکه ولسوالۍ کې ۲۷۹ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د اړوندو مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۸ لیټره غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۸ کیلو دال ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۰هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره