د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ماین او چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

rahyab
Sat, Jul 26 2025 10:43 PM
news  image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د ایریا موسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د 070606060 شمېرې له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ د څېړنې او پاکولو د عملیاتو لپاره د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ شابید کلي ته واستوه.
د لټون د عملیاتو پر مهال، یوه کړۍد ټانک ضد ماین چې د تېرو جګړو (احتمالاً د شوروي د وخت) پاتې شونی و، او اته عدده ناچاوده توکي وموندل شول. دا خطرناکه چاودېدونکي توکي یو خوندي ځای ته انتقال او د تخنیکي ټیم له‌خوا په بریالیتوب سره خنثی او له منځه یووړل شول.
د دې عملیاتو په پایله کې، ۴۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۷۰ کورنۍ په غیرمستقیم ډول د ماین او چاودېدونکو توکو له احتمالي ګواښونو څخه خوندي پاتې شوې.
همدارنګه، د خلکو د پوهاوي د زیاتوالي په موخه د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. تخنیکي ټیم د سیمې له اوسېدونکو سره وکتل او هغوی ته یې د ماینونو او چاودېدونکو توکو په بشپړه توګه له منځه وړلو ډاډ ورکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .