د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د دوو استنادي دېوالونو جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

tamim_azimi
Mon, Jul 14 2025 2:56 PM
تصویر خبر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي نجیب الله انوري، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي پلاوي، د قره باغ ولسوال، د کلي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې، د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ په استرغیچ کلي کې د طبیعي پېښو د خطرونو او زیانونو د کمولو په موخه د دوو استنادي دېوالونو جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره کېښوده. 
دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم له مخې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل او ټولټال د اته سوه څلورویشت زره او پنځه سوه درې شپېته (۸۲۴,۵۶۳) افغانیو په ارزښت پلي کېږي، چې موخه یې د طبیعي پېښو د خطرونو کمول او د سیلابونو او نورو احتمالي پېښو له امله د خلکو د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی دی.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍرئیس وويل, چې د استرغیچ کلي له خطر سره مخ دوه سیمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي ټیم له لوري سروې او تثبیت شوې وې چې اوس مهال دا پروژه په کې پلي کېږي, دا پروژه چې په دوو برخو ویشل شوې، د مجموعاً ۸۹ مترو په اوږدوالي دوه استنادي دېوالونه لري؛ لومړی یې ۳۳ متره او دویم یې ۵۶ متره اوږدوالی لري او د یادو استنادي دېوالونو چارې به د اروزګان غزني ساختماني او لوژستیکي شرکت له لوري بشپړې شي.
د سیمې خلکو د دې پروژې له پیل څخه تود هرکلی وکړ، دا یې یوه مهمه اړتیا وبلله، د نظام د ثبات او بقا دعا یې وکړه او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې مننه او قدرداني وکړه چې د خلکو د ځان او مال د خوندي ساتلو لپاره عملي ګامونه اخلي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .