د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي, غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Jul 02 2025 4:47 PM
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د وروستیو ویجاړوونکو سیلابونو له امله ۳۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي, غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې له سروې وروسته, له یادې جملې ۳۳ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، دوه بورۍ ٢٥ کیلویي وريجې، یو باب خیمه، دوه عدده سطلونه، یو عدد د پخلنځي کېټ، شل کلچې د لاس مینځلو صابون، دوه جوړه څپلکې، د ماشومانو د البسې یو کیټ، یو عدد د غذا خورۍ سیټ، څلور عدد د اوبو بوشکې، یو تخته ترپال، یو ثوب مختلفو النوعه البسه(چریکي بستري)، کلورین او د حفظه الصحې بروشر ووېشل شول.
همدا راز, د میدان وردګ ولایت اړوند د نرخ ولسوالی د چین زائی کلي د یو تن شهید ورثه ته, ۲۰,۰۰۰ افغانۍ (شل زره) او څلور تنه ټپیانو هر یو ته ۱۰,۰۰۰ (لس زره) افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۶۰,۰۰۰ (شپيته زره) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 

 نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .