د کابل ولایت له مرکزي سیلو څخه ٢,٠٠٠ بورۍ غنم د دایکندي ولایت ته ولېږدول شول

نن ورځ سه شنبه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښونې له مخې، د هیواد ټولو ولایتونو ته له یادې مرکزي سیلو څخه د غنمو د لېږد بهیر پیل شو. په دې چوکاټ کې، به د (۲,۰۰۰ بوریو) په اندازه ١٠٠ ټنه غنم، له مرکزي سیلو څخه دایکندي ولایت ته د پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د وېش په موخه ولېږدول شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه اندازه غنم به د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په ګودام کې زخیره شي او د اړتيا په صورت کې به پر مستحقو او زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شي.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٤ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره