د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰,۲۶۶,۶۰۰ افغانۍ ۹۰۲ کورنیو ته ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په برکه ولسوالۍ کې ۹۲۰ سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو ته له کره سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ۷۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۰,۶۵۰ افغانۍ او ۲۲۰ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۲,۷۸۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۱۰,۲۶۶,۶۰۰ (۱۰ میلیونه ۲۶۶ زره او ۶۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره