د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۴۹ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Mar 26 2025 10:05 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، له سروې وروسته د دې ولایت په مرکز کې ۳۴۹ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسوولینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ٣٠٠٠ افغانۍ د شپږم پړاو په توګه ووېشل شوې. یادو کورنیو له دې وړاندې د پنځو پړاوونو  مرستې ترلاسه کړې وې او یوازې د دوو نورو پړاوونو مرستې پاتې دي.
همدارنګه؛ د نغدي پیسو مرستې به ٩٥١ کورنیو ته په راتلونکو ورځو کې ووېشل شي.

نېټه: ١٤٤٦/٩/٢٦ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .