د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بهسود او دایمیرداد ولسوالیو د تړل شوې لارې د خلاصولو کار پیل کړ

rahyab
Wed, Mar 19 2025 10:00 PM
news image

څه موده مخکې، د میدان وردګ ولایت لومړۍ بهسود او دایمیرداد ولسوالیو نښلوونکی د تیزک او کجو سیمو ۵۰ کیلومتره سړک، چې د زیاتې واورې ورېدو له امله د خلکو د تګ راتګ پر مخ بند شوی و او د خلکو لپاره یې زیاتې ستونزې رامنځته کړې وې. 
د دې ستونزې د حل په موخه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه او د یادې ادارې له لورې په ځانګړې شوې بودجې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ټولګټو چارو ریاست په همغږۍ د واورې پاکولو چارې د ټولګټو چارو ریاست د ماشینرۍ په وسیله پیل کړې او ټاکل شوې، چې همدا نن ورځ به یاده لاره د تګ راتګ پر مخ خلاصه شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۹/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .