د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل شو

rahyab
Sun, Mar 16 2025 9:09 PM
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان له مخې، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره، هر ولایت ته د یو میلیون افغانیو په ارزښت بودجه ځانګړې شوې ده. دا بیړنۍ کوچنۍ وقایوي پروژې به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري پلي کېږي.
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت علینګار ولسوالۍ په محمد افضل بېله سیمه کې د ۱۰۰۰۰,۰۰۰ (یو میلیون) افغانیو په ارزښت د یو استنادي دیوال د جوړولو کار پیل کړ.  
د یادونې وړ ده, چې د دی استنادي دیوال کار به په درې میاشتو کې بشپړ شي چې په پایله کې به یې کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي پاتې شي. 
ورته مهال, د سیمې خلکو د اسلامي امارت له دغه نیک ګام څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .